CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۷۴۲۳۶۶۰ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-13 10:43:01

د سینهوا اژاسن د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۲مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۷۴۲۳۶۶۰ ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د ۱۲مې نېټې تر ۱۵ بجو ۲۹ دقيقو پورې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۳۰۷۴۰۳ زيات شوی او ۳۷۴۲۳۶۶۰ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۴۴۱ زيات شوی او ۱۰۷۴۸۱۷ ته رسېدلی دی.

(فرشته) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای