د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د صدراعظم دفتر د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې کابينې يې په همدې ورځ د اسرائيلو او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړيکو عادي کولو موافقه ليک تصويب کړ.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د اسرئيلو صدراعظم بنجامين نتانياهو په همدې ورځ د کابينې په غونډه کې وويل چې دا له ۲۵ کلونو راهيسې د اسرئيلو لخوا لاسليک شوی لومړنی سوله ييز موافقه ليک دی چې اقتصادي برخه يې ډېره مهمه ده. سربېره پردې ، د اسرائيلو او بحرين تر منځ د اړيکو د عادي کېدو تړون هم د بشپړېدو په حال کې دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |