CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: ډله ييز معافيت د کوويد-۱۹ ضد مبارزې لپاره اغېزمن تدبير نه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-13 12:06:23
د روغتيا نړيوال سازمان: ډله ييز معافيت د کوويد-۱۹ ضد مبارزې لپاره اغېزمن تدبير نه دی

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدرس ادهانوم د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په ژنيو کې مطبوعاتي ناسته کې په نړۍ کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو په اړه تازه مالومات وړاندې کړل او د ډله ييز معافيت په اړه يې خپل نظر څرګند کړ. هغه له بېلا بېلو هېوادونو وغوښتل چې د خپلو واقعي حالاتو له مخې د ياد ويروس ضد د مبارزې لپاره اغېزناک تدبيرونه ونيسي.

تيدرس ادهانوم وويل، اوس په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او حالات يې د اندېښنې وړ دي. هغه وويل

((دا مو وليدل چې په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی، په تېره بيا په امريکا او اروپا کې. په تېرو ۴ ورځو کې د اخته شويو کسانو شمېر ورځنی زياتوالی د دغه ويروس له رامنځته کېدو راهيسې تر ټولو زيات و. په عين وخت کې د دغه ويروس د خپرېدو حالات د اندېښنې وړ دي. د دغه ويروس ضد د بېلا بېلو د مبارزې لارې چارې بېلې دي، نو نتيجې يې هم مختلفې دي. تېره اوونۍ په نړۍ کې په دغه ويروس د ټولو اخته شويو کسانو په جمله کې نږدې ۷۰ سلنه د ۱۰ هېوادونو اتباع دي او کابو نيمه برخه ناروغان د ۳ هېوادونو اتباع دي. په ډېرو هېوادونو کې د اغېزناکو تدبيرونو له کبله د دغه ويروس خپرېدل کنټرول شوي، داسې تدبيرونه د دغه ويروس ضد د مبارزې لپاره تر ټولو ښه طريقه ده. ))

تيدرس د ويروس د خپرېدو له لارې د ډله ييز معافيت د عملي کېدو په اړه وويل، ډله ييز معافيت بايد د واکسين اخيستلو له لارې عملي شي. د مثال په توګه، د شري د خپرېدو د مخنيوي لپاره بايد ۹۵ سلنه خلک واکسين واخلي. نوموړي وويل، ډله ييز معافيت د ويروس له منفي اغېزې څخه د خلکو ساتنه کوي، خو خلک له ويروس سره تماس نيول نه دي. هغه وويل:

(( د عامې روغتيا په تاريخ کې ډله ييز معافيت هېڅکله د ويروس ضد مبارزې لپاره نه دی کارول شوی. څرنګه چې دا د ساينس او اخلاقو په برخو کې مناسب نه دی. لومړی، د کوويد-۱۹ ضد د خلکو د معافيت توان په څرګنده توګه نه دی پېژندل شوی. دوهم، په ډېرو هېوادونو کې اکثره خلک په اسانه توګه په دغه ويروس اخته کېږي. که د دغه ويروس خپرېدو مخنيوی نه کېږي، نو بې ضرور ته اخته کېدنې، ستونزې او مړينې به رامنځته شي. درېيم، پر ناروغانو د کوويد-۱۹ د دايمي اغېزې په اړه مو لږ مالومات تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د دغه ويروس په هکله دومره پېژندنې نه لرو، د دې وبا خپرېدلو ته اجازه ور کول اخلاقي عمل نه دی او د منلو وړ هم نه دی. ))

تيدرس دې ته اشاره وکړه چې، بېلا بېل هېوادونه د کوويد-۱۹ د خپرېدو د مخنيوي لپاره اغېزناک تدبيرونه نیولی شي او ډېرو هېوادونو دغسې تدبيرونه هم نيولي دي. دغه ويروس په عمده توګه د نږدې تماس نيوونکو ترمنځ خپرېږي، نو د دې د خپرېدو د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه بايد پورته شي.

د بېړنيو روغتيايي پروژو مديرې مريا وان کيرکهوف وويل، د ځينو څېړنو نتيجې ښيي چې د کوويد-۱۹ له امله د مړينې انډول کابو 0.6 سلنه دی. هغې وويل

((د مالوماتو تر څېړنې وروسته مو دا شمېره تر لاسه کړې ده چې اټکل کېږي د کوويد-۱۹ له امله د مړينې انډول کابو 0.6 سلنه دی. دا دومره لوړه کچه نه ښکاري، خو د انفلوينزا په نسبت ډېره جګه ده او دغه انډول د ناروغانو د عمرونو له زياتېدو سره لوړېږي. ))

د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې څه باندې ۱۸۰ هېوادونو او سيمو د کوويد-۱۹ ضد د واکسين د څېړنې او جوړونې په پلان کې ګډون کړی او نفوس يې د نړۍ په عمومي نفوس کې ۹۰ سلنه نيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای