د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د هارورډ پوهنتون پروفيسر او د ماليې پخوانی وزير لاورنس سوميرس او د دې پوهنتون اقتصادپوه داويد کوټلير د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د امريکا د طبي ټولنې په مجله کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې د کوويد ۱۹ وبا د تېرې پيړۍ له درېيمې لسيزې راهيسې د امريکا د سمسورتيا او پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی.که د ۲۰۲۱ کال له مني نه مخکې دغه وبا کنټرول نه شي، نو د دې وبا له امله به امريکا ته ۱۶۰۰۰ ميليارډه امريکايي ډالروه زيانونه ورسيږي چې دغه رقم به د دې هېواد د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت له ۹۰ سلنې برخې سره برابر وي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |