د چين لوی رهبر شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۴مې نېټې په سهار د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰مې کليزې په لمانځغونډه کې څرګنده کړه چې شن جن ښار بايد پر نوې پرمختيايي مفکورې ټينګار وکړي، د لا باکيفيته، موثر، مساوي او دوام لرونکي پرمختګ د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې شن جن ښار بايد د عرضې اړخ اصلاحاتو سره سم د توليد، ويش، ترانسپورټ او مصرف په برخو کې پر کورني بازار لا زياته اتکا وکړي، لا زياتې بنسټيزې څېړنې دې تر سره کړي، له نړيوال معيار سره سم دې د پولي چارو په شمول معاصرو خدمتي چارو ته پرمختګ ورکړي او د بااستعدادو کسانو د راجلبولو لپاره دې لا خلاصې تګلارې وټاکي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |