CRI Online

شي جين پينګ: شن جن ښار د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ښه بېلګه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 12:32:43

شن جن ښار د چين د لومړيو ټاکل شويو ځانګړو اقتصادي سیمو کې شمېرل کېږي او په تېرو ۴۰ کلونو کې له يوې کوچنۍ علاقه دارۍ څخه په نړيوال اغېزه لرونکي لوی ښار بدل شوی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل، شن جن ښار نړۍ ته د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون غښتلې قوه څرګنده کړې او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم روښانه راتلونکی يې ورته ښودلی دی.

د شمېرنې له مخې، په تېرو ۴۰ کلونو کې د شن جن د توليد عمومي اندازه په منځنۍ توګه هر کال ۲۰ اعشاريه ۷ فيصده زياته شوې او په ۲۰۱۹ کال کې دغه اندازه ۲۷۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې وه، چې اقتصادي عمومي حجم يې په اسیاسي ښارونو کې پنځم ځای نيولی دی. د خلکو د ژوند سويه يې ډېره ښه شوې، په ۲۰۱۹ کال کې د هر کس کلني عايدات ۶۲ زرو او ۵۰۰ يوانو ته رسېدل او د چين لومړی ښار دی چې د شتمنې ټولنې د بشپړې جوړېدو موخه يې پوره کړې ده.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای