د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰مې کليزې د نمانځغونډه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه تر سره شوه. د چين لوی رهبر شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، په تېرو ۴۰ کلونو کې د دې ځانګړې اقتصادي سيمې پرمختګ د بېلابېلو هېوادونو په ملاتړ تر سره شوی او همدغسې برعکس يې د بېلابېلو هېوادونو د پرمختګ لپاره پراخ ډګر هم برابر کړی او ګټې يې ورسره شريکې کړې دي. چين د بېلابېلو هېوادونو هرکلی کوي چې د دې هېواد د ځانګړې اقتصادي سيمې د پرمختګ په بهير کې ګډون وکړي او د ګډې سلامشورې، جوړوې، شراکت او ګډو ګټو نوی حالت رامنځته کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |