CRI Online

شي جين پينګ: په چين کې به د ځانګړو اقتصادي سيمو جوړونه په دوامداره او ښه توګه ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 12:57:38
شي جين پينګ: په چين کې به د ځانګړو اقتصادي سيمو جوړونه په دوامداره او ښه توګه ترسره شي

د چين لوی رهبر شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د شن جن ښار د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰ کاليزې په لمانځغونډه کې وويل، په چين کې به د ځانګړو اقتصادي سيمو جوړونه په دوامداره او ښه توګه ترسره شي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په نوې زمانه کې د ځانګړو اقتصادي سيمو د جوړونې او پرمختګ په اړه لس اصول وړاندې کړل، نوموړي وويل د چين د کمونيست ګوند پر لارښوونې باید ټينګار وشي، د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام بايد بشپړ او بايد خلاصه رويه غوره شي، بايد پر هراړخيز پرانيستي او نوښتي پرمختګ ټينګار وشي، بايد ټول خلک د اقتصادي پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټې واخلي، د ځانګړو اقتصادي سيمو په پرمختګ کې بايد پر قانوني ادارې ټينګار وشي او بايد د اقتصاد او ټولنې پرمختګ او چاپېريال ترمنځ پر همغږۍ او په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پر مقرراتو ټينګار وشي او بايد د ملي پرمختګ لپاره خدمتونه ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای