د بهرنيو رسنيو د خبر له مخې، يوکيوسا UKUSA سازمان چې د امريکا، بريتانيا، کاناډا، استراليا او نيوزيلنډ د استخابراتي ادارو لخوا جوړ شوی، د Signal سيګنال او Telegram تليګرام په شمول له ځينو تخنيکي شرکتونو څخه غوښتي چې دغې ادارې ته د انټرنيټ کاروونکو مالوماتو ته د لاسرسي په موخه ځانګړې اجازه ورکړي.
ښاغلي جاو لي جيان په دې اړه وويل، د يوکيوسا سازمان غړو هېوادونو له اوږدې مودې راهيسې د شواهدو په نه لرلو سره په پر چيني تصديو بې دليله نيوکې کوي چې ګواکې په خپلو توليداتو کې يې پټ تخنيک ځای پر ځای کړی چې د عرضې ځنځير او شخصي استعمالوونکو ته د لاسرسي ګواښونه يې جوړ کړي دي. خو دغه سازمان په خلاصه توګه له اړوندو تخنيکي شرکتونو څخه ياده غوښتنه کړې، دا دوه ګوني معيارونه دي او له دې څخه ښکاري چې د دغو هېوادونو اړوند عملونه سياسي موخه لري او دا هر څه د نورو هېوادونو د شرکتونو د ځپلو په مقصد ترسره کوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |