CRI Online

د روسيې انسان وړونکي بېړۍ له نړيوال فضايي سټېشن سره يو ځای شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-15 10:19:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اتحاد MS-17 په نوم د روسيې انسان وړونکې بېړۍ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه فضا ته توغول شوه او شاو خوا ۳ ساعته وروسته له نړيوال فضايي سټېشن سره يو ځای شوه او دغه سټېشن ته يې د ۳ کيهان نوردانو د ليږدولو دنده بشپړه کړه.

د روسيې د فضانوردۍ تصدۍ ويبپاڼې خبر ورکړ، د اتحاد- 2.1a ډول يو توغندی د مسکو په وخت د ۱۴مې نېټې په ۸ بجو او ۴۵ دقيقو د نوموړې بېړۍ په وړلو سره له قزاقستان څخه فضا ته والوت او ټاکلي مدار ته داخل شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای