CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: مشهور نړيوال سازمانونه د چين د اقتصادي راتلونکي په اړه خوشبين دي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-15 10:44:34

نړيوال پولي صندوق د نړيوال اقتصادي راتلونکي تازه راپور خپور کړ چې د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه خوشبين دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د نړيوال پولي صندوق او نړيوال بانک په ګډون مشهور نړيوال سازمانونه د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه خوشبين دي او وړاندوينه يې وکړه چې چين يوازينی لوی اقتصاد دی چې کولی شي روان کال مثبت پرمختګ وساتي او نړۍ ته به خدمت وکړي.

جاو لي جيان وويل چې د چين اقتصاد ورو ورو ثبات شوی کوم چې له شک پرته د نړيوال اقتصاد لپاره ښه خبر دی. هغه څرګنده کړه چې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته ، چين په فعاله توګه د وبا په وړاندې مبارزه کې نړيوالې همکارۍ ترسره کړې او له ۱۵۰ څخه زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته مرستندويه توکي يا پيسې برابرې کړي چې په اړوندو هېوادونو کې د وبا د مخنيوي او کنټرول ټينګ ملاتړ وکړ. چين په پراخه کچه د کار او توليد بيا پيل کړی، په پر له پسې توګه د ورخلاصون پر پراخوالي ټينګار وکړي او په فعاله توګه بهرنۍ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړی کړی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای