CRI Online

د روسيې او ترکيې ولسمشرانو د ټليفوني خبرو له لارې د ناګورنو قره باغ  د سيمه ييز وضعيت په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-15 10:47:22

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د ترکيې له ولسمشر نجب طيب اردوغان سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د ناګورنو قره باغ  د سيمه ييز وضعيت په اړه بحث وکړ.

د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې په همدې ورځ خبر ورکړ چې پوټين او اردوغان د ټليفوني خبرو پرمهال په ناګورنو قره باغ سيمه کې د اوربند موافقه ليک د پلي کولو پر اهميت ټينګار وکړ او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د مينسک ډلې تر چوکاټ لاندې د سياسي بهير د پيلولو ملاتړ يې څرګند کړ.  دواړو خواوو د شخړو د ژر تر ژره پای ته رسولو او په سوله ييز ډول د ناګورنو قره باغ سيمې د ستونزو د حل لپاره د يووالي پر اړتيا ټينګار وکړ. پوټين هيله لري چې ترکيه به د ياد سازمان د مينسک ډلې د غړي په توګه د شخړو د ارامولو په برخه کې رغنده مرسته وکړي.

د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اردوغان له پوټين سره په تليفوني خبرو کې وويل چې ترکيه د ناګورنو قره باغ په سيمه کې د شخړو دايمي حل ته سترګې په لار ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای