د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد په هلمند ولايت کې د ۱۳مې نېټې په شپه د دوو پوځي چورلکو د ټکر پ له امله ۹ پوځيان وژل شوي.
د افغانستان د دفاع وزارت د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ۱۳مې نېټې په شپه کې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د افغان پوځ دوو پوځي چورلکو د سرتيرو د ليږدولو لپاره هوا ته د پورته کېدو پر مهال ټکر کړی او لويدلي دي چې له امله يې ۹ تنه وژل شوي. په اعلاميه کې راغلي چې دفاع وزارت د پېښې په اړه پلټنې روانې کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |