CRI Online

د اسرائيلو او امريکا هوايي ځواکونو ګډ پوځي تمرين کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-15 10:48:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اسرائيلو او امريکا هوايي ځواکونو د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د اسرائيلو په جنوب کې ګډ پوځي تمرين تر سره کړی.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې دا په روان کال کې د اسرائيلو او امريکا هوايي ځواکونو لخوا درېيم پوځي تمرين دی او د دوه هوايي ځواکونو د کلنۍ روزنې د لايحې يوه برخه ده. د دواړو هېوادونو د هوايي ځواکونو F-35 جنګي الوتکو  په پوځي تمرين کې ګډون درلود.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای