د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې له شمېرنې سره سم ، د روان کال په لومړيو ۳ ربعو کې د چين د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۳ اعشاريه ۱۲ ټريليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله 7. 0 سلنه زيات شوی او دا لومړی ځل دی چې روان کال د وارداتو او صادراتو مجموعي ارزښت مثبته وده کړي.د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ ادارې مشر لي شينګ چيان د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې ، د چين د وارداتو او صادراتو کچه په تاريخ کې د همدې مودې په پرتله تر ټولو لوړه ده.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان له شمېرنې سره سم ، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ، د چين د صادراتو د زياتوالي سرعت د نړيوالې منځنۍ سويې په پرتله 7.8 سلنه لوړه وه او د نړيوال بازار ونډه د تېر کال د همدې مودې په پرتله له 1 سلنې څخه لوړه شوې چې تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |