CRI Online

جاو لي جيان: امريکا بايد د بشري حقونو په چارو کې خپل کورني کارونه په مناسب ډول تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-15 10:56:20

د امريکا خبري رسنيو په دې وروستيو کې د دغه هېواد په ځينو ښځينه زندانونو کې پر بشري حقونو د تيري کوونکو پېښو خبرونه ورکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د دغو خبرونو په اړه وويل، چې امريکا بايد د بشري حقونو په چارو کې خپل کورني کارونه په مناسب ډول تر سره کړي، نه دا چې نورو هېوادونو ته ګوته نيسي او يا پر نورو هېوادونو بې بنسټه او بې ځايه تورونه ولګوي.

جاو لي جيان وويل، چې په امريکا کې د بشري حقونو خلافورزيو په اړه خپرو شويو خبرونو ځکه نه يم حيران کړی چې په امريکايي زندانونو کې د سخت وضعيت، له بنديانو سره بد سلوک او د بنديانو د ځورولو په اړه دا ډول خبرونه پخوا هم خپاره شوي. د امريکايي پوځ د ګوانتانامو خليج په کمپ کې او په ابو غريب زندان کې د عراق د جنګي بنديانو د ځورولو پېښې د ټولو په ياد دي. امريکا بايد د بشري حقونو په چارو کې خپل کارونه په مناسب ډول تر سره کړي او خپلو نيمګرتياوو ته دې پاملرنه وکړي، نه دا چې نورو هېوادونو ته ګوته ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای