CRI Online

چين به په لا لوړه کچه اصلاحات او ورخلاصون ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-15 14:39:16
چين به په لا لوړه کچه اصلاحات او ورخلاصون ترسره کړي

د بريتانيا د ايکنوميست (The Economist) مجلې څو موده وړاندې په يوه مقاله کې ليکلي وو: په نړۍ کې څه باندې ۴۰۰۰ ځانګړې اقتصادي سيمې شتون لري او تر ټولو بريالۍ نمونه يې د چين شن جن ښار ياد کړی و. د شن جن په شمول د چين په ځانګړو اقتصادي سيمو کې څه برياليتوبونه تر لاسه شوي او نړۍ ته به څه ګټې ورسوي؟ د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰مې کاليزې لمانځغونډه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه ترسره شوه، د چين لوی رهبر شي جين پينګ په دغه غونډه کې مهمه وينا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د شن جن د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو په تېرو ۴۰ کلونو کې پنځه لوی تاريخي برياليتوبونه او په دې بهير کې يې ګټورې تجربې بيان کړې او په نوې زمانه کې د شن جن د جوړونې لپاره يې نوي تدبيرونه اعلان کړل.

شن جن په کوښښونو سره په تېرو ۴۰ کلونو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په ۱۹۸۰ کال کې يې د سيمه ييزو توليداتو ارزښت ۲۷۰ ميليونه يوانه و، خو په ۲۰۱۹ کال کې دغه ارزښت ۲۷۰۰ ميليارډو يوانو ته لوړ شوی، او منځنی کلنی زياتوالی يې 20.7 سلنې ته رسېدلی دی. دغه ښار لومړی د بازاري اصولو له مخې د اقتصادي نظام اصلاحات ترسره کړل او د اصلاحاتو څه باندې زر تدبيرونه يې جوړ کړي. د وارداتو او صادراتو سيمه ييز ارزښت يې په ۱۹۸۰ کال کې ۱۸ ميليونه امريکايي ډالره و، خو په ۲۰۱۹ کال کې دغه ارزښت ۴۳۱ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته لوړ شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د شن جن ښاريانو منځني عايدات 62.5 زره يوانه وو، دغه شمېر د ۱۹۸۵ کال په پرتله 31.6 برابره زيات دی. دغه يو لړ شمېرې ښيي، چې د ځانګړو اقتصادي سيمو د جوړولو په اړه د چين د کمونيست ګوند تګلارې سمې دي او چينايان پر دې باور لري چې موږ بايد نه يوازې په دوامداره توګه ځانګړې اقتصادي سيمې جوړې کړو، بلکې د دغو سيمو د جوړولو سويه به لا لوړه کړو.

د ۲۰۱۹ کال په اګيست مياشت کې چين پرېکړه وکړه چې شن جن د چين ځانګړې سوسياليستي نمونوي سيمې په توګه جوړه کړې، دغه راز په دغه ښار کې د اصلاحاتو او ورخلاصون نوې مرحله پيل شوه. په نوې زمانه کې د دغه ښار جوړېدل څنګه په لا لوړه سويه ترسره کېږي؟ پخوانۍ تجربې ډېر لارښوونکی رول لري.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په لسو برخو کې د شن جن ښار د ګړندي پرمختګ په اړه تجربې راغونډې کړې، مثلاً د ځانګړو اقتصادي سيمو پر هراړخيزې ابادې بايد د چين د کمونېست ګوند په لارښوونې ټينګار وشي، د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام پر جوړېدو بايد ټينګار وشي، پر هراړخيزې ورپرانيستې دې ټينګار وشي، نوښت ته دې لومړيتوب ورکړل شي او داسې نور.

دغو تجربو نړيوالو ته نه يوازې د چين د کمونيست ګوند د لارښوونې مهموالی او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام وړتياوې څرګندې کړي، بلکې د ځانګړو اقتصادي سيمو د جوړولو لپاره يې نورو هېوادونو ته د زده کړې وړ مالومات هم برابر کړي دي.

اوس په نړۍ کې بې ساری ستر بدلون روان دی او په نړۍ کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو له امله دغه بدلون لا پيچلی شوی دی. په عين وخت کې چين په دننه کې د کورني مصرف د هڅولو تر څنګ د نړيوالو همکاريو د پياوړتیا په اړه د پرمختګ نوې تګلارې هم غوره شوي دي. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې نوی پرمختيايي حالت يوازې په کور دننه پرمختګ نه دی، بلکې د چين دننه او بهر اقتصادي دورن دی. د شي جين پينګ دغه وينا يو ځل بيا نړۍ ته دا څرګنده کړه چې چين به په نوې زمانه کې په ټينګ هوډ سره ورخلاصون ترسره کړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ د چين او نړۍ ترمنځ همکارۍ به پرمخبوزي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای