CRI Online

چين د امريکا له هغه عمل سره کلک مخالفت کوي چې د هانکانګ د تش په نامه خودمختارۍ قانون له مخې پر چيني کارکوونکو بنديزونه لګوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 10:19:17
چين د امريکا له هغه عمل سره کلک مخالفت کوي چې د هانکانګ د تش په نامه خودمختارۍ قانون له مخې پر چيني کارکوونکو بنديزونه لګوي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، امريکا د هانکانګ د تش په نامه خودمختارۍ قانون جوړ کړی او د دغه قانون له مخې يې پر چيني کارکوونکو بنديزونه لګولي. چين له دې سره کلک مخالفت کوي او امريکا ته يې په دې اړه خپل جدي احتجاج وړاندې کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې نړيوالو پولي ارګانونو ته خبرداری ورکړ چې که له هغو چينايانو سره سوداګريزې چارې کوي چې د هانکانګ خودمختارۍ ته يې زيانونه رسولي، نو د امريکا له بنديز سره به مخ شي. هغه د هغو لسو چيني کارکوونکو ليست هم خپور کړ چې امريکا ورباندې بنديزونه لګولي

ښاغلي جاو لي جيان دې ته اشاره وکړه چې د امريکا دغه کړنه د نړيوالو قوانينو او نړيوالو همکاريو له اصولو څخه سرغړونه ده، د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه ده. د امريکا اصلي مقصد د هانکانګ ارامتيا او سمسورتيا ته زيانونه رسول او د چين د پرمختګ مخنيوی کول دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای