CRI Online

اسرائيل د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د یهوديانو د نږدې ۵۰۰۰ کورونو د جوړولو پلان منظور کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 10:28:04
اسرائيل د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د یهوديانو د نږدې ۵۰۰۰ کورونو د جوړولو پلان منظور کړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل د کورنيو چارو ادارې د پروګرام جګپورې کمېټې د اکتوبر په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ، دغه هېواد د روانې مياشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د یهوديانو لپاره د ۴۹۴۸ نويو کورنو د جوړولو پلان منظور کړ.

د اسرائيلي رسنيو د خبر له مخې، د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې پورې يادې کمېټې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د څه باندې ۱۲ زرو کورونو د جوړونې پلانونه منظور کړي دي.

د منځني ختيځ مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي نيکولی ملدنوف د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د ټولنيزو رسنيو په پاڼه کې وليکل چې د نړيوالو قوانينو له مخې، د يهوديانو د استوګنځيو جوړونه ناقانونه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای