امريکا څو ورځې مخکې د چين د شي ځانګ سيمې چارو لپاره ځانګړی همغږوونکی ټاکلی، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، د امريکا دغه کړنه بيخي د سياسي موخې له مخې ترسره شوې او مقصد يې د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې له لارې د شي ځانګ سيمې پرمختګ او ثبات ته زيانونه رسول دي. چين له دې سره کلک مخالفت کوي او هېڅکله به د امريکا دغې کړنې ته اجازه ور نه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |