د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۵مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۸ ميليونو، ۳۹۴ زرو او ۱۶۹ تنو ته رسېدلی دی.
ياد تازه شمېره ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د ۱۵مې نېټې د ماسپښين تر ۳ بجو ۵۳ دقيقوپورې د تېرې ورځې په نسبت په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې ۳۳۶ زره ۵۱۵ پېښې زياتې شوې او عمومي شمېر يې ۳۸ميليونو، ۳۹۴ زرو او ۱۶۹ تنو ته رسېدلی. د دغه ويروس له امله ۵۲۹۷ تنه مړه شوي چې عمومي شمېر يې ۱ ميليون، ۸۹ زرو او ۴۷ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |