د ځيرک راتلونکي په عنوان د ۲۰۲۰ کال د چين د نړيوالو مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ نندارتون د اکتوبر له ۱۴مې نيټې څخه تر ۱۶مې نيټې پورې په بيجينګ کې تر سره شو. په چين کې د 5Gد پرمختګ سرعت په ټوله نړۍ کې لومړی مقام نيسي او د 5G د استفادې کارونه په دغه نندارتون کې د پاملرنې وړ دي.
د چين د صنعت اومالوماتي تکنالوژۍ څانګې د نندارتون په موده کې خبر ورکړ چې اوس په چين کې د 5G بېس سټېشنونو شمېر له ۶لکو څخه زيات شوی او د 5G کارکوونکو شمېر له ۱۵۰ مليونو تنو څخه اوښتی دی. تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د 5G بيس سټېشنونو شمېر ۸لکو ته ورسيد. په ياد نندارتون کې د 5G له لارې د ځيرکو صنعتي چارو، د ليري واټن درملنې، ډېرو پاکو ژونديو خپرونو او د ځيراکو ماشينونو په شمول د 5G د استفادې کولو چارې د پاملرنې وړ دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |