د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين، د چين او روسيې ترمنځ د لوړې کچې سياسي اعتماد او ستراتيژيکې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې او ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ثابتې، کلکې او ټينګې دي.
د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوءروف د اکتوبر په ۱۴مه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د امريکا هغه کړنه بې شرمي او ککړه ده او له ديپلوماتيکو اصولو څخه سرغړونه ده چې په علني ډول يې ويلي روسيه بايد د چين د پرمختګ د مخنيوي په برخه کې له امريکا سره مرستې وکړي. روسيه له چين څخه د ليرې کېدلو او له امريکا سره د نژدېوالي لپاره اړتيا نه لري او د روسيې او چين ترمنځ ګډې نظريې به پرېنږدي.
جاو لي جيان د ياد خبر په اړه د خبريالانو پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې وويل، چين د روسيې له عادلانه دريځ سره پوره موافقه لري. له حقيقت څخه يو ځل بيا دا تائيد کړې چې د چين او روسيې د مشرانو تر لارښوونې لاندې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې او ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ثابتې، کلکې او ټينګې دي او له بېلا بېلو خطرونو او ننګونو سره د مقابلې توان لري. چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې سياسي اعتماد او ستراتيژيکې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او له روسيې سره به د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |