د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د اکتوبر د ۱۶مې نېټې تر ۱۶ بجو ۱۱ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۳۸۳۵۸۸ زيات شوی او ۳۸۷۸۹۲۰۴ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۶۰۰۷ زيات شوی او ۱۰۹۵۰۹۷ ته رسېدلی دی.
د امريکا جانز هاپکينز پوهنتون په ۱۶مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د ختيځې امريکا پر وخت د ۱۶مې نېټې تر ۱۳ بجو ۲۴ دقيقو پورې په دې هېواد کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۸۰۰۸۴۰۲ ته رسېدلی، د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۲۱۸۰۹۷ ته رسېدلی دی. په دې هېواد کې د اخته شويو او مړه شويو کسانو شمېر تر ټولو هېوادونو زیات دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |