CRI Online

چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره د ورخلاصون او همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 11:29:49

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين به د ګډو ګټو او ګډو برياليتوبونو په اساس د ورخلاصون پر تګلارو ټينګار وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به په ورخلاصون کې ګډې ګټې زياتې کړي او په همکاريو کې به يو له بل سره فرصتونه شريک کړي.

د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د چين د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰مې کليزې په مناسبت د لمانځغونډې د پای ته رسېدو دوهمه ورځ وه. په همدې ورځ په ګوانګ جو ښار کې د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۲۸م نندارتون پرانيستونکي مراسم تر سره شول. جاو لي جيان خبريالانو ته د نوموړي نندارتون د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وويل، چې تر اوسه پورې د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ۲۶ زرو تصديو په دغه نندارتون کې ګډون درلودلی او تر ۲۴ لکو زيات سوداګريز توکي نندارې ته وړاندې شوي دي

جاو لي جيان وويل، چې چين به د ورخلاصون او اصلاحاتو په لاره کې ګامونه و نه دروي او د ګډو ګټو او ګډو برياليتوبونو په اساس به د ورخلاصون پر تګلارو باندې ټينګار وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای