CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان په اروپا کې د کوويډ-۱۹ وبا د بيا سختوالي له امله اندېښنه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 11:33:16

د روغتيا نړيوال سازمان مشر تيدروس ادهانوم ګيبريسوس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په اروپا کې د کوويډ-۱۹ وبا د بيا سختوالي له امله خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغه وويل، چې تېره اوونۍ په اروپا کې د کوويډ-۱۹ ويروس تازه ثبت شوې پېښې په لويه اندازه زياتې شوې او په راتلونکو څو اوونيو کې به د زياتو اروپايي ښارونو په روغتونونو کې د سختو ناروغانو د بسترونو کمبود رامنځته شي.

د کارپوهانو په نظر په اروپا کې د اقتصادي او ټولنيزو چارو پر بيا پيل او د فعاليتونو پر زياتوالي سر بيره، دا هم د کوويډ-۱۹ وبا د بيا سختوالي سبب ګرځيدلی چې د ځمکې په شمالي نيمه کره کې د هوا د سړېدو له امله د تنفسي ناروغيو ويروس د خپرېدو لپاره زمينه برابريږي. تيدروس وويل، چې د انفلوينزا ويروس او کوويډ-۱۹ ويروس ګډه خپرېدا د روغتيايي سيستم او څانګو لپاره ننګونه ده، ځکه دغه دواړه ناروغۍ ګډې نښې نښانې لري. د روغتيا نړيوال سازمان د دغو دواړو ناروغيو په شمول د تنفسي سيستم د ناروغيو د مخنيوي او درملنې لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره د همکارۍ په هڅه کې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای