د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۶مه نېټه وويل، په شمالي نيمه کره کې د ژمي په رسېدو سره د انفلوينزا او کوويدـ۱۹ وبا خپرېدل د روغتيايي سيستم او تأسيساتو لپاره چلينج دی. ياد سازمان وړانديز کړی چې دغه پنځه ډلې بايد د انفلوينزا واکسين واخلي، حامله ښځې، د اساسي او دايمي ناروغيو لرونکي کسان، لوړ عمر لرونکي، د روغتيایي چارو کارکوونکي او ماشومان. د دې سازمان کارپوه وويل چې په دې پنځو ډلو کې د روغتيايي چارو کارکوونکي او لوړ عمر لرونکي په دې ځانګړي وخت کې د واکسين د اخيستلو په برخه کې بايد لومړيتوب ولري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |