د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو تر ۴۰۰ زياتو د ګوندونو استازو، په چين کې بهرنيو سفيرانو او د فکري ټولنو کارپوهانو په دې وروستيو کې د چين د فو جيان ولايت په فو جو ښار کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د سياسي ګوندونو د مسئوليتونو په نړيوال سمينار او اړوندو فعاليتونو کې ګډون کړی دی.
د نوموړي سمينار برخوالو مېلمنو د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د بشريت د دواملرونکي پرمختګ، د غربت د له منځه وړلو په برخه کې د چين د هڅو او نړيوالو چارو په اړه بحثونه وکړل او يو له بل سره يې تجربې شريکې کړې. سفيرانو د سي سي ټي وي له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين لاره د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې ارزښت لري، او له چين سره يې د همکارۍ هيله وښودله.
په چين کې د پاکستان سفير معين الحق وويل، چې اوس د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د ابادۍ په دوهمه مرحله کې دی. موږ به پر ټولنيز او اقتصادي پرمختګ باندې تمرکز وکړو او د کرنې، سيلانۍ او د دندو، مسلکي روزنو په شمول د بېلا بېلو پروژو له لارې به بېوزلو کسانو ته ګټې ورسوو.
په چين کې د مصر سفير محمد بادري په فو جو ښار د ښاريانو له خدمتي مرکز څخه د ليدنې وروسته خبريال ته وويل، د نړۍ په ډېرو ځايونو کې مې ژوند کړی، خو په هيڅ ځای کې مې د دې ځای په شان دغسې لوړ مًوثريت نه و ليدلی. دا زموږ لپاره د زده کړې وړ ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |