CRI Online

د زورواکۍ ډيپلوماسۍ به امريکايي سياستوال له سخت ګوښه والي سره مخ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 15:05:34

د جاپان يوميوري شينبون (Yomiuri Shinbun) ورځپاڼې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په دې اړه خبر ورکړ چې د دغه هېواد څو چارواکو څرګنده کړې ده چې جاپان په دې اړه امريکا ته خبرداری ورکړی چې له مخابراتي شبکو څخه د چيني شرکتونو د ايستلو په اړه د امريکا په پلان کې به ملګری او ګډون ونه کړي. له دې مخکې ، د کوريا جمهوريت د يونهاپ خبري اژانس (Yonhap News Agency) خبر ورکړی و چې د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د کوريا جمهوريت او امريکا د ستراتيژيکو اقتصادي خبرو اترو په ۵م پړاو کې د کوريا جمهوريت چارواکو د امريکا ظالمانه غوښتنه رد کړې چې هوا وې شرکت د کوريا جمهوريت د 5G شبکې له جوړولو څخه وباسي او دليل يې دا دی چې تصدۍ د وروستۍ وينا او پرېکړې حق لري. امريکايي سياستوالو د خپلو شخصي ګټو لپاره پر خپلو ملګرو هېوادونو باندې فشارونه اچولي،خو په پر له پسې توګه ناکامه شوي دي. له دې څخه څرګندېږي چې د نړيوال کيدو په زمانه کې کوم چې پکې څو اړخيزې او دوه اړخيزې ګټې تعقيب شوې ، په دې کې د زورواکۍ ډيپلوماسۍ لپاره هېڅ ځای او لاره شتون نه لري.

دا بې ځايه خبره ده چې نوموړي امريکايي سياستوالو په دې وروستيو ورځو کې حتی چين د نورو هېوادونو فشار اچولو په خاطر غندلی او هڅې يې کړې چې د چين او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړيکې پرې کړي او نور هېوادونه دې ته اړ باسي چې خپل اړخ غوره کړي.خو نړيوالې ټولنې له ډېرې مودې راهيسې په څرګنده توګه ليدلي چې څوک د نړۍ لپاره ګواښ دي او څوک د نړيوالې سولې او ثبات ويجاړوونکي دي.

له تېر کال راهيسې، هر کله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو اروپا ، منځني ختيځ يا لاتينې امريکا ته سفرونه کړي ، د چين غندنه تل د ده په خبرو کې اصلي موضوع پاتې شوې ده. د بېلګې په توګه ، کله چې پومپيو د روانې مياشتې په پيل کې لاتينې امريکا ته سفر وکړ ، هغه په واضح ډول له سورينام او ګويان څخه وغوښتل چې د چين او امريکا تر منځ بايد يو غوره کړي. په اروپا کې ، کله يې چې د کوپنهاګن ډيموکراسۍ په ناسته کې برخه اخيستلې بيا وروسته د چک په شمول له څلورو هېوادونو څخه ليدنې کړې ، پومپيو بېلابېل دروغ جوړ کړي ترڅو ليدونکي هېوادونه وهڅوي چې د چين5G ټېکنالوژي پرېږدي. حتی کله چې منځني ختيځ ته يې سفر وکړ ، هغه بيا هم پر چين او د چين پر5G شرکتونو تور ولګاوه.

که څه هم د ګوتو په شمېر هېوادونه د امريکا د ګواښ له امله محتاط وو ، خو نورو هېوادونو خپل معقول او عاقلانه انتخابونه کړي دي. د بېلګې په توګه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو عالي رتبه استازي جوسيپ بوريل فنتيليس وويل ،که څه هم اروپايي ټولنه د يو لوی هېواد له فشار سره مخ ده ترڅو اړخ غوره کړي ، خو د خپلو ګټو او ارزښتونو تر غور لاندې به د امريکا فشار له امله چين پرېنږدي. د5G مسئلې په اړه د چک لومړي وزير بابيس په ځواب کې وويل چې چک يو خپلواک هېواد دی او چک په دې اړه هېڅ ډول سخت امنيتي ګواښ نه دی ليدلی.

باور لري چې هر هېواد د خپلواکې ډيپلوماسۍ په لټه کې دی او تل عدالت ته غاړه کېږدي، هغه انتخاب به وکړي چې تر ټولو غوره او د خپلو ګټو سره يې سم وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای