CRI Online

د شينجيانګ پر شرکتونو د امريکا بې ځايه بنديز ظالمانه کړنه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 16:26:01

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د سوداګرۍ ادارې مرستيال اسهار تورسون د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د امريکا هغه کړنه وغندله چې د تش په نامه جبري روزګار په پلمه يې د شينجيانګ پر زياتو تصديو باندې بنديزونه لګولي دي.

نوموړي په همدې ورځ د شينجيانګ د روزګار او دندو د ضمانت په اړه يوه ځانګړې خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې. هغه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې د اقسو، سانجي او ختن په شمول د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې ثبت شوې ملکي تصدۍ قانوني دي او د ټولنيز مسئوليت عملي کوونکي او د سوداګريزو اصولو مراعات کوونکي دي او د قوانينو له مخې يې د تصديو د کارکوونکو حقونه تأمين کړي دي. دغو تصديو د ځايي ملي لږکيو لپاره له بېوزلۍ څخه د وتلو فرصتونه برابر کړي او د کارکوونکو رضايت يې تر لاسه کړی. د امريکا اړوندې ادارې په داسې حال کې چې رښتيني معلومات يې نه دي تائيد کړي او د دغو تصديو له کارکوونکو سره يې هيڅ تماس نه دی نيولی، پر دې تصديو يې بې بنسټه او بې مورده بنديزونه لګولي. د امريکا دغه عمل له نړيوالو سوداګريزو اصولو څخه سخته سرغړونه او څرګنده ظالمانه کړنه ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای