CRI Online

ولې د غربت کمولو په نړيوالو چارو کې د چين تجربې د ستاينې وړ دي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 16:48:14

د اکتوبر ۱۷مه نېټه د چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو له ورځې او د غربت د له منځه وړلو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د نړيوال بانک د شمېرنې له مخې، په يوه ورځ کې د يو کس د 1.9 امريکايي ډالرو له نړيوال معيار سره سم ، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې له 800 ميليونو څخه ډېر خلک له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي چې دا په همدې موده کې د نړۍ د غربت کمولو له نفوس څخه څه د پاسه 70سلنه نيولې ده. له 2012 کال څخه د 2019 کال تر پای پورې ، په چين کې د بېوزلۍ پېښو انډول له 10.2 سلنې څخه 0.6 سلنې ته ټيټ شوی دی. وروسته له دې چې سږکال په هراړخيزه توګه د غربت له منځه وړو دنده بشپړه شي ، چين به له مهال وېش څخه لس کلونه دمخه د م م د2030 کال دواملرونکي پرمختګ اجنډا کې د غربت کمولو هدف پوره کړي او د غربت کمولو په نړيوالو چارو کې به ستر خدمت وکړي.

ولې د غربت کمولو په برخه کې د چين پرمختګ دومره د پام وړ دی؟ د چين ستر رهبر د ۲۰۱۵ کال د بېوزلۍ کمولو او پرمختګ په اړه لوړ پوړي فورم کې په خپله وينا کې په څرګنده وويل چې موږ د پرمختګ له لارې د غربت کمولو پر تګلارې ټينګار کوو او پرمختګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو اساسي لاره ګڼو.

چين د غربت له منځه وړلو د خپلو کارونو تر سره کولو په وخت کې په فعاله توګه د پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ کړي او په دې برخه کې له پرمختيايي هېوادونو په تېره بيا له ډېرو وروسته پاتې هېوادونو سره مرسته کړې. چين د بريکس ( BRICS) هېوادونو د نوي پراختيا بانک او د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د جوړېدو وړانديز وکړ او له بېلا بېلو هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې پلان پلی کړی چې په پرمختيايي هېوادونو کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره ښه چاپيريال برابر کړی دی.

د م م د اټکل له مخې، سږکال د کوويد-۱۹ وبا د اغېزې له امله ، د2030 کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا کې د بېوزلۍ کمولو اهدافو پوره کول به ستونزمن وي. په دې سخت وخت کې ، د غربت د کمولو په برخه کې د چين تجربه او بهرنۍ همکارۍ ارزښتناکې ښکاري. په راتلونکي کې به چين د پرمختګ اصلي کلي وکاروي ، د نړيوال اقتصاد بيا رغونې ته وده ورکړي ، د غربت کمولو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ لپاره نوې لارې چارې به پراخې کړي او په ګرده نړۍ کې د غربت د له منځه وړلو لپاره د چين خدمتونه به وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای