شينجينګ تل د اوزګارو کسانو لپاره په نورو سيمو کې د دندو د برابرولو په کارونو کې د دغو کسانو د ارادو او خوښې د مراعات پر اصل ټينګار کوي.
د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت ادارې مشر د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د شينجيانګ د روزګار او دندو د ضمانت په ځانګړې خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې. هغه د يوه خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې وويل، چې د شينجيانګ د بېلا بېلو سيمو ځايي ادارې د اوزګارو کسانو لپاره د دندو د معلوماتو د برابرولو لپاره خدمت کوي او دغه بې دندې کسان د تصديو د مشخصو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته پخپله ازاد انتخابونه کولی شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |