CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۹۰۲۳۲۹۲ ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-18 10:48:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د تازه خپرې شوې شمېرنې له مخې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۹۰۲۳۲۹۲ ته رسيدلی دی.

د منځنۍ اروپا پر وخت د اکتوبر د ۱۷مې نېټې تر ۱۰ بجو او ۳۳ دقيقو په ګرده نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۳۹۲۱۵۱ زيات شوی او ۳۹۰۲۳۲۹۲ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۶۰۲۱ زيات شوی او ۱۰۹۹۵۸۶ ته رسېدلی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای