د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيايي چارو کمېټې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه خبر ورکړ، د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د چين په ۳۱ ولايتونو، کورواکو ښارونو او د شينجيانګ د توليد او جوړونې په يونيټونو کې پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې ۱۳ مثبتې پېښې رامنځته شوې او ټول ناروغان له بهر څخه راغلي دي. په همدې ورځ د دغه ويروس له امله د مړينې پېښه نه وه او يو تن شکمن ناروغ هم پيدا شوی.
په همدې ورځ ۲۰ ناروغان تر درملنې وروسته له روغتونونو څخه وتلي، ۳۴۳ تنه له قرنطين څخه ازاد شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |