د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ارمنستان او اذربايجان د بهرنيو چارو وزارتونو د اکتوبر په ۱۷مه نېټه څرګنده کړه، چې دواړو هېوادونو په ناګورنو قره باغ کې د اوربند تړون لاسليک کړی دی.
د ارمنستان د بهرنيو چارو وزارت د همدې ورځې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ارمنستان او اذربايجان له دې سره موافقه کړې چې پر ځايي وخت د اکتوبر په ۱۸مه نېټه به د بشر دوستۍ په اوربند پيل وکړي.
له دې نه مخکې د اکتوبر د ۱۷مې نېټې په لومړني وخت کې د روسيې، اذربايجان او ارمنستان د بهرنيو چارو وزيرانو تلېفوني خبرې کړې او ويلي يې دي چې هغه اوربند تړون بايد په جدي توګه عملي شي چې د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د روسيې په مسکو کې لاسليک شوی، او د ناګورنو قره باغ مسئلې د مشخصو چارو په اړه بايد د اروپا د امنيتي او همکاريز سازمان د مينسک ډلې د رئيسه هېوادونو تر همغږۍ لاندې خبرې اترې تر سره شي، څو د دايمي سولې تړون لاسليک شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |