CRI Online

په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر له ۸ ميليونو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-18 16:57:07

له اړوندې شمېرنې سره سم، د سپتمبر له ۲۵مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۶مې نېټې پورې دا يوازې په 21 ورځو کې په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر له ۷ ميليونو څخه ۸ ميليونو ته لوړ شوی دی.

د امريکا اړوندو کارپوهانو وويل چې د دغه هېواد ډېر ځايونه د مني او ژمي موسمونو ته ننوتلي او پر کوويد- ۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر په چټکه توګه زيات شوی چې د وبا د مخنيوي او کنټرول کارونو باندې يې ډېر فشارونه راوړي دي.

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا په لوېديځ او شمال ختيځ کې تشخيص شوې قضيې په پر له پسې توګه لوړې شوې، په امريکا کې د کوويد-۱۹ وبا حالات لا د سختوالي په حال کې دي. د نيويارک ټايمز ورځپانې پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې پر ځايي وخت د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په دغه هېواد کې د تازه تشخيص شوو شمېر 70451 ته رسېدلی چې دغه شمېر د جولای له ۲۴مې نېټې څخه تر ټولو زيات دی او د تازه مړه شويو شمېر 909 ته رسېدلی دی. په عين وخت کې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د امريکا د ويومينګ ( Wyoming) ايالت او مينيسوتا ( Minnesota) ايالت په ګډون ۹ ايالتونو کې يو ورځنی د تازه تشخيص شوو شمېر نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی. بر سېره پر دې، په روغتونو کې پر کوويد -۱۹ د اخته ناروغانو شمېر هم ډېر لوړ شوی او په ښوونځيو کې د اخته شويو شمېر زياتوالی د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز د اټکل له مخې، تر نومبر پورې ښايي په امريکا کې د کوويد-۱۹ له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۲۴۰ زرو څخه واوړي.د امريکا د واشنګټن پوهنتون د روغتيا انډول او ارزونې او څېړنې انسټيټيوټ د اټکل له مخې،د راتلونکي کال د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې به په امريکا کې د کوويد-۱۹ له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۳۹۰ زرو څخه اوښتی وي چې نژدې د اوسني شمېر ۲ برابره دی. د وبا سخت وضعيت ته د امريکا حکومت د نه پاملرنې او کمزوري غبرګون له امله په دغه هېواد باندې سخته نيوکه کېږي.

د نړيوالو مسئلو په اړه د چين د څېړنيز انسټيټيوټ غړي ګوه شيان ګانګ وويل،د سياسي چارو تر تاثير لاندې د امريکا حکومت په پوره او جدي توګه د وبا د وقايې او کنټرول تدبيرونه نه دي پلي کړي چې په پايله کې په دې هېواد کې د کوويد-۱۹ وبا دوباره سخته شوې او د اقتصاد بيا رغونې په برخه کې هم ستونزې رامنځته شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای