د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اکتوبر په اتلسمه نېټه په ناګورنو قره باغ کې د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ د نوی اوربند تر نافذېدو وروسته دواړو خواوو يو پر بل نيوکې کړي چې له اوربندڅخه يې سرغړونه کړې او يو پر بل يې حملې کړې، خو دوی له اوربند څخه سرغړونه رد کړې ده.
د اذربايجان د دفاع وزارت د اکتوبر په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د همدې ورځې په غرمه د ارمنستان يوې جنګې الوتکې د جابريل پر سيمې د هوايي بريدونو هڅه کوله چې دا نسکوره شوه او د اوربند تړون له نافذېدو وروسته د دغه هېواد ځواکونو د اذربايجان پر ګادابې سيمې بريد وکړ.
د ارمنستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اذربايجان پر پوځ نيوکه وکړه چې په همدې ورځ يې د ناګورنو قره باغ سيمې په جنوب کې بريدونه کړي چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |