CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په نړۍ کې پر کوويد۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۹ مليونه ۵۹۶ زرو او ۸۵۸ تنو ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-10-19 10:37:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په اتلسمه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې تر اوسه پورې په نړۍ کې پر کوويد۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۹ مليونه ۵۹۶ زرو او ۸۵۸ تنو ته رسيدلی دی.

د دې سازمان رسمي ويبپاڼې کې تازه شمېرنه ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د ماسپښين تر دوو بجو او درې څلوېښتو دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۹ مليونه ۵۹۶ زرو او ۸۵۸ تنو ته او د مړو شمېر يو مليون۱۰۷ زرو او ۳۷۴ تنو ته رسيدلی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای