د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د غور ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي عبدالطيف رحيمي د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه سينهوا خبري اژانس ته وويل چې په همدې ورځ د دغه ولايت په مرکز فيروزکوه کې د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم بريد کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپيان دي. ځيني کسان لاهم تر ړنګ شوو دوانيو لاندې دي او د مرګ ژوبلې شمېر ښايي لازيات شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |