CRI Online

چين د خوړو اسراف د مخنيوي پر سمې لارې روان دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-19 14:01:52
چين د خوړو اسراف د مخنيوي پر سمې لارې روان دی

د غلودانو خونديتوب له هر چا سره نږدې اړيکې لري، په تېره بيا د کوويد-۱۹ د منفي اغېزې له امله، د غلو دانو خونديتوب له ډېرو ننګونو سره مخ دی او ډېر د پاملرنې وړ دی. د خوړو اسراف مخنيوی د غلودانو خونديتوب د ساتلو لپاره ډېر مهم ګام دی.

د غلودانو د ۴۰مې نړيوالې ورځې په درشل کې د چين اړوند ارګانونه د خوړو اسراف د مخنيوي په اړه د قانوني ميکانيزم د جوړولو لپاره په څېړنې بوخت دي. په عين وخت کې په دغه هېواد کې د غلودانو د سپمولو تر عنوان لاندې د لويې پيمانې تبليغاتي فعاليتونه ترسره شوي چې په دې توګه چينايانو د غلودانو سپماکونې او نړۍ ته د پاملرنې کولو په شمول ځينې نظريې ښې پېژندلې. د ايتاليا د بولونيا پوهنتون د کرهڼيزو تګلارو پروفيسر او د اسراف له منځه وړلو فعاليت بنسټ ايښودونکي اندرې سيګرې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې د چين يادې تګلارې او تدبيرونه وستايل. هغه وويل

((چين د غلودانو سپما کونې په اړه يو لړ اغېزمنې تګلارې غوره کړې او ټول کسان يې په دې پوه شوي چې د خوړو اسراف سم کار نه دی، د خوړو سپما نه يوازې د ځان لپاره بلکې د نړۍ د راتلونکي لپاره ګټوره ده. فکر کوم چين د خوړو اسراف کمښت پر سمې لارې روان دی، د چين د خدمتونو له کبله ښايي تر ۲۰۳۰ پورې د م م د دوامداره پرمختګ موخه عملي کېدای شي. ))

د م م د غلودانو او کرهڼيزو چارو سازمان د شمېرنې له مخې، اوس په نړۍ کې څه باندې ۲ ميليارډه کسان خوندي او يا کافي خواړه نه لري. اوس په ګرده نړۍ کې ۶۹۰ميليونه وږي کسان شتون لري، د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې به ښايي دغه شمېر ۸۳ ميليونه او يا ۱۳۲ ميليونه زيات شي.

د پروفيسر سيګرې په اند، په چين کې د غلودانو د سپما کولو فعاليت په نړۍ کې د غلو دانو خونديتوب په ساتلو کې ستر اهميت لري. هغه وويل

((اوس په نړۍ کې د وږيو کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی، خو په ځينو سيمو کې د خوړو اسراف حالات هم ډېر دي. موږ بايد د خوړو سپما کولو کارونه له وږيو کسانو سره له مرستې سره وتړو. د خوړو اسراف د مخنيوي په اړه د چين تدبيرونه د دغه هېواد او هم د ګردې نړۍ لپاره ستر اهميت لري. دا معلومه ده چې په چين کې د نفوس شمېر ډېر زيات دی او د کرهڼيزو ځمکو پراخوالی يې هم لوی دی چې په نړۍ کې ستره اغېزه لري، د چين دغه کړنه د نورو هېوادونو لپاره لارښوونکی رول هم لوبوي. ))

پروفيسر سيګرې د نړيوالو د ګډو همکاريو پر اهميت ټينګار وکړ او و يې ويل، که موږ غواړو د ګردې نړۍ په ساحه کې برياليتوب تر لاسه کړو، نو بېلا بېل هېوادونه بايد په صميمي توګه همکارۍ وکړي.

پروفيسر سيګرې د تېرې پېړۍ له ۹مې لسيزې راهيسې د خوړو اسراف په اړه سيستماتيکې څېړنې کړې، او له وږيو کسانو سره د مرستې په موخه يې د Last Minute Market وروستي دقيق بازار په نوم سيسټم جوړ کړی. په ۲۰۱۰ کال کې يې په ايتاليا کې د خوړو د صفر اسراف په نوم کړنه پيل کړه او مقصد يې د خوړو اسراف د مخنيوي او کمښت لپاره د رنګا رنګ فعاليتونو د عامه پوهاوي په اړه تبليغات دي. نوموړي هيله وښودله چې بېلا بېل هېوادونه به په دې برخه کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي. هغه وويل

((ايټانيا د خوړو اسراف د مخنيوي لپاره دولتي ورځ ټاکلې ده او په دې برخه کې سترو خدمتونو ترسره کوونکو کسانو او يا تصديو ته جايزې ورکوي. حکومت هر کال د خوړو سپما لپاره يو لړ نوي تدبيرونه نيولي، مثلا په ښوونځيو کې اړوند تبليغاتي فعاليتونه يې ترسره کړي او په مبايل تليفونونو کې يې اړوند اپ جوړ کړی او داسې نور. فکر کوم چين او ايټاليا يو له بل سره خپلې ګټورې تجربې شريکولای شي او دغه شان به د خوړو اسراف د مخنيوي لپاره د خپل سيسټم د جوړولو لپاره ګټوره چاره وي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای