CRI Online

ګوتريس د ناګورنو قره باغ پر ملکي او استوګنيزو سيمو بريدونه وغندل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-19 15:15:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې دا چې د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ په ناګورنو قره باغ کې شخړې سختې شوې، د م م عمومي منشي انتونيو ګوتريس د اکتوبر په اتلسمه نېټه د خپل وياند له لارې په يوه اعلاميه کې د ناګورنو قره باغ کې پر هغو سيمو باندې بريدونه وغندل چې اکثره ملکي وګړي دي.

د خبر له مخې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د اذربايجان دوهم لوی ښار بيا له بريد سره مخ شوی چې له امله يې د ماشومانو په شمول ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په عين وخت کې د ناګورنو قره باغ ځينې هغه سيمې چېګڼ ميشتې دي، هم له بريدونو سره مخ شوې دي. ګوتريس په خپله اعلاميه کې وويل چې دغه بريدونه د منلو وړ نه دي.

هغه زياته کړه چې ارمنستان او اذربايجان په پر له پسې توګه له هغوی څخه د جګړې د بندولو لپاره د نړيوالې ټولنې پر غوښتنې سترګې پټې کړې، هغه پر دې افسوس څرګندکړ. هغه د يادو دوو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په تليفوني خبرو کې بيا پر دې ټينګار وکړ چې د بشر دوستۍ د قانون له مخې دواړه خواوې مسئوليت لري چې په خپلو پوځي عملياتو کې ملکيان او ټولګټي تأسيسات وساتي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای