د چين د شمېرنې ملي ادارې د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه د دغه هېواد د اقتصادي ودې په اړه يو لړ شمېرنې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړنيو دريو ربعو کې په چين کې د کرکيلې ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪3.8 زياتې شوي او زياتوالی يې د تېر کال له لومړۍ نيمايي سره برابر دی. د روان کال په درېيمه ربعه کې د کرکيلۍ په ګټو کې ٪3.9 زياتوالی راغلی، په سږني دوبي کې د غلو دانو ۱۷۰۱ لکه ټنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲۴۰ زره ټنه زيات دي. په سږني مني کې د غلو دانو د کرکيلې مساحت پراخ شوی او ښايي ښه حاصلات هم ورکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |