د چين خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۹مه نېته په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه، د عادي وسلو د لېږلو او د سفر په اړه پر ايران د م م د امنيت شورا د دوو بنديزونو له ليرې کولو څخه د څواړخيزم، د امنيت شورا د صلاحيت او د ايران د ذروي مسئلې د شويو لاسته راوړنو او اړوند تړون د ساتلو په برخه کې د نړيوالې ټولنې ګډ دريځ څرګندېږي. چين هيله لري چې له مختلفو خواوو سره يو ځای د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون او د م م د ۲۲۳۱ م پرېکړه ليک پلې کول وساتي، د ايران د ذروي مسئلې سياسي او ډيپلوماتيک حل پرمخبوزي او د ذروي وسلو نه خپراوي نړيوال سيستم او د خليج سيمې ثبات خوندي وساتي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |