د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د اکتوبر په ۱۹مه نېټه څرګنده کړه چې تر اوسه پورې ۱۸۴ هېوادونو او سيمو د روغتيا نړيوال سازمان او ځينو همکارانو په وړانديز د کوويد ۱۹ ضد د واکسينونو په عملي پلان کې ګډون کړی او امکان لري چې لا زيات هېوادونه چې په لا مساوي ټوګه د کوويد ۱۹ ضد واکسينونه لاسته راوړي.
ښاغلي تدروس په همدې ورځ په يوه انلاين خبري ناسته کې وويل چې د کوويد ۱۹ ضد د واکسينونو عملي پلان په اوسنۍ نړۍ کې د واکسينونو د ويش په برخه کې تر ټولو مساوي او امن ميکانيزم دی. د واکسينونو موثر او مساوي ويش د کمزورو کسانو او د نړيوال روغتيايي سيستم د ساتلو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا تر ټولو ښه او چټکه لار ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |