د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه له رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل ، که څه هم امريکا د روسيې هغه وړانديز ونه مانه چې د ستراتېژيکو وسلو د کمولو د نوي تړون مهلت دې بې له شرطه لږترلږه يو کال وغځول شي، روسيه لاهم هيله لري چې له امریکا سره د ثابتې ستراتېژۍ د رامنخته کولو په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
نوموړي وويل چې موږ غواړو په هر حال کې له امريکا سره تماس ته دوام ورکړو، د ستراتېژيکو وسلو د کمولو د نوي تړون غځول به اړوندو خبرو اترو ته زيات وخت برابر کړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |