CRI Online

ډونالډ ټرمپ : سوډان به د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو له ليسته وباسم

cri     (GMT+08:00) 2020-10-20 10:28:29

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه پر خواله رسنيو ويلي چې امریکا به له سوډان څخه د  تاوان پيسو له اخيستلو وروسته دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو له ليسته وباسي. نوموړي ويلي چې سوډان منلې، چې د ترهګرۍ له امله ځپلو امريکايانو او کورنيو ته به ۳۳۵ ميليونه ډالره د تاوان په نامه ورکړي او امریکا به د دغو پيسو له ورکولو وروسته دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو له ليسته وباسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای