د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د جاپان د فوکوشيما ذروي برېښنا کوټ د پېښې له امله راډيو اکتيف توکي ورڅخه وتلي او پر سمندري چاپيريال، د خوارکي توکو پر امنيت او د انسانانو پر روغتيا يې ډېره اغېزه کړې ده. هيله ده چې د جاپان حکومت د خپلو خلکو، د شاوخوا هېوادونو او نړيوالې ټولنې ګټو ته په کتو د ياد برېښنا کوټ په اړه پرېکړه په احتياط سره تر غوره لاندې ونيسي او په شفافه توګه اړوند معلومات شريک کړي.
د جاپان فوکوشیما ذروي برېښنا کوټ په ۲۰۱۱ کال کې د زلزلې له امله سخت زيانمن شوی او راډيو اکتيف توکي ورڅخه وتلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |