CRI Online

د چين اقتصاد د دوامداره پرمختګ توان لري

cri     (GMT+08:00) 2020-10-20 15:19:42
د چين اقتصاد د دوامداره پرمختګ توان لري

د چين د شمېرنې رياست د اکتوبر په ۱۹مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د روان کال په درېيمه ربعه کې د چين د اقتصاد زياتوالی 4.9 سلنې ته رسېدلی. سږ کال په لومړيو ۹ مياشتو کې د چين د عمومي توليداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 0.7 سلنه زيات شوی او په دې توګه اقتصادي زياتوالی يې له منفي څخه مثبت حالت ته بدلون موندلی، نو ويل کېږي چې د چين اقتصادي چارې د دوامداره عادي کېدو په حال کې دي.

د نيويارک ټايمز د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل، اوس د نړۍ په ډېرو سيمو کې د کوويد-۱۹ ضد سختې مبارزې روانې دي، چين دا تاييد کړې چې د دغې وبا تر کنټرول وروسته خپل اقتصاد په ګړندي توګه عادي کولای شي.

والسټريټ ژورنال د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، د روان کال په درېيمه ربعه کې د چين د اقتصادي زياتوالي سرعت نږدې د کوويد-۱۹ تر رامنځته کېدو مخکې سويې ته رسېدلی، له دې څخه د چين د اقتصاد ثبات ښکاريږي.

د يادولو وړ ده چې د وګړيو ژوند د ضمانت په اړه د چين تګلارې فعال رول لوبوي. په تېرو درېيو ربعو کې په ښارونو او ولسواليو کې ۸ميليونو ۹۸۰ زرو کسانو ته روزګار پيدا شوي او کلنۍ موخه په بنسټيزه توګه بشپړه شوې ده. په عين وخت کې د توکو بيو زياتوالی نرم و او د وګړيو عايدات لوړ شوي دي، په تېرو لومړيو ۹ مياشتو کې د چينايانو منځني عايدات 0.6 سلنه زيات شوي چې د پخوانۍ سويې سره اندازه نږدې برابره ده. دا يو واقعيت دی چې د چين حکومت د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په عين وخت کې له اړوندو تصديو او بېوزلو ډلو سره هم ډېرې مرستې کړې، د روزګار سويه يې ساتلې او د اقتصاد د بياعادي کېدو لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی دی.

د بريتانيا د ستاندرد چارتريد بانک اجرائيه مشر بيل ونترس څو ورځې مخکې له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چين د کوويد-۱۹ ضد د مبارزې په ترڅ کې اغېزمن تدبيرونه نيولي او د تصديو د افلاس انډول ډېر ټيټ و، نو د اقتصاد د بيا عادي کېدو بهير يې هم ګړندی و. چين په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په توګه، د خپل اقتصاد بيا عادي کېدو سرعت يې ډېر ګړندی دی، له دې څخه ښکاري چې چين د کوويد-۱۹ ضد د مبارزې لپاره اغېزمنه لاره پيدا کړې ده. هغه زياته کړه چې د چين اقتصادي شمېرې په دوامداره توګه ښې شوې، دا تاييد کړې چې د چين حکومت لومړی د خلکو ژوند تخمين کړې، بيا وروسته ګام په ګام يې اقتصادي چارې عادي کړی، دغه شان تګلارې او تدبيرونه يې ډېر سم دي او د نورو هېوادونو لخوا د زده کړې وړ دي.

د اوسني حالت له مخې به په راتلونکې دوره کې د چين د اقتصادي زياتوالي تمايل وساتل شي، څرنګه چې په چين کې د بازار په اړه د خلکو باور پياوړی شوی دی. د چين حکومت د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې 1880 ميليارډه يوانه ماليات کم کړي او په عين وخت کې د تصديو ګټې زياتې شوې. په تېره اګست مياشت کې د لويې پيمانې لرونکو تصديو ګټې د تېر کال د همدې مودې په نسبت 19.1 سلنه زياتې شوې او دغه شمېر په مسلسلو ۴ ميشاتو کې زيات شوی دی.

شک نه شته چې د چين د اقتصاد عادي کېدل د نړيوال اقتصاد پر احيا ډېره فعاله اغېزه کوي. نړيوال وجهي صندوق په خپل تازه راپور کې د سږ کال د چين د اقتصادي پرمختګ ټاکنه 1.9 سلنې ته لوړه ښودلې، چين به ښايي د نړۍ يوازينی اقتصاد وي چې مثبت اقتصادي پرمختګ يې موندلی. د دې صندوق د وړاندوينې له مخې، په راتلونکی کال کې به د چين د اقتصادي زياتوالی 8.2 سلنې ته ورسېږي. د دې صندوق سر اقتصادپوه ګيتا ګوپناد وويل، د چين د اقتصادي پرمختګ له کبله، د نړيوال اقتصاد شمېر هم لوړ شوی، که نه، په ۲۰۲۰ کال او ۲۰۲۱ کال کې به د نړيوال اقتصاد د زياتوالي شمېر منفي وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای