CRI Online

نړيوالو کارپوهانو او خبري رسنيو د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د اقتصادي شاخصونو مثبته ارزونه کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-20 18:47:15

د زياتو هېوادونو کارپوهانو او خبري رسنيو د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين اقتصادي شاخصونو ته ډېره پاملرنه کړې او پر دې اند دي، چې د دغه هېواد عمده اقتصادي شاخصونه د لوړوالي په حال کې دي او چټکه احيا به يې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا وهڅوي.

د اتوپيا د نوښت او تکنالوژۍ وزير احمددين محمد په دې اد دی، چې چين د اقتصادي احيا په برخه کې مخکښ دی. دغه هېواد د الکترونيکې سوداګرۍ په برخه کې په نړۍ کې پرمختللی دی او اړوند پياوړي بنسټيز تاسيسات او د مالونو د ترانسپورټ بشپړ او نوی سيستم لري. د چين د حکومت او تصديو تر هڅو لاندې د دغه هېواد په کليوالو سيمو کې الکترونيکي سوداګري د سمسورتيا په حال کې ده چې دا د نړۍ په نورو سيمو کې ډېر ستونزمن کار دی.

په لندن کې د نړيوالوستراتيژيکو څېړنيز انسټېټيوټ څېړونکي ډاويډراميريز وايي، د چين اقتصادي احيا د دې ښودنه کوي، چې دغه هېواد به له نړۍ څخه لا زيات سوداګريز توکي وارد کړي، چې دا د نړيوالې اقتصادي احيا لپاره ډېر مهم ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای