CRI Online

د شينجيانګ د ملي لږکيو د کار او استخدام راپور خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2020-10-20 18:47:52

د لويديځ ځينو فکري ټولنو په دې وروستيو کې د راپورونو په خپرولو سره وويل، چې د چين په شينجيانګ کې په ګڼ شمېر وګړو باندې جبري کارونه کيږي، او ځيني لويديځ سياستوال په شينجيانګ کې د تش په نوم د جبري روزګار ادعا د مطرحولو په هڅه کې دي. ايا په شينجينګ کې دغسې وضعيت شتون لري؟ د شينجيانګ د پرمختګ څېړنيز مرکز اړوندو کارپوهانو ته بلنه ورکړې څو د شينجيانګ د ملي لږکيو د کار او استخدام د وضعيت په اړه پلټنې تر سره کړي.

څېړنيزې ډلې د شينجيانګ له ايلي، قارامای، کاشغر، ختن، قزيلسو، ياقسو او شخنزه، د بېجينګ او تيان جين د څه باندې ۷۰ تصديو، کرنيزو همکاريزو ټولنو او شخصي شرکتونو څخه ليدنې کړې او د ليدنو په ترڅ کې يې د تصديو د اداره کوونکو، کارکوونکو، د شخصي شرکتونو د خاوندانو او د ملي لږکيو په شمول له ۸۰۰ تنو سره خبري ناستې تر سره کړې، له ۲۰۱۶ کال څخه راپدېخوا ۲۶ خپاره شوي حکومتي سندونه او له ۲۰۰۵ کال راهيسې ۴۸ خپرې شوې علمي مقالې يې څېړلي دي. د تر لاسه شويو معلوماتو او څېړنو له مخې دا ښيي چې د شيجيانګ او د چين د نورو ولايتونو او ښارونو د بېلا بېلو کچو ادارو او اړوندو تصديو په فعاله توګه د کار او استخدام په چارو کې د شينجيانګ له ملي لږکيو سره مرستې کړې او د ځايي بېلا بېلو قومونو د خلکو د کار حق او د پرمختګ حق يې ساتلی دی، د بېلا بېلو قومونو خلک په خپله اراده او خوښۍ کار کوي او د خپلو دندو ازاد انتخاب کوي او يا خپلې چارې جوړوي، نو په شينجيانګ کې په لويه پيمانه جبري کار ادعاوې ناسمې دي. د لويديځو فکري ټولنو ځينې نظريې غلطې او مناسبې نه دي او د دوی استدلال او تحليل هيڅ اساس نه لري.

د يادې څېړنيزې ډلې له خوا په خپور شوي راپور کې راغلي چې د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارو د کار او استخدام لارښوونکې ډلې جوړې کړې. حکومتي ادارو په نورو سيمو کې د ځايي وزګارو د کار او استخدام د تيرتيباتو په چارو کې تل د دغو کسانو د ارادو او خوښې درناوی کوي او لومړی له دوی څخه د کار د موقعيت، د مسلکي ډولونو او مشخصو دندو او د روزنې د اړتياوو په اړه د علاقې او نظر پوښتنې کوي. دغه کسان په خپله خوښه نومونه ثبتوي او بيا په روزنو کې ګډون کوي. هغه کسان چې د خپل روغتيايي حالت له امله کار نه غواړي، غوښتنه يې منل کيږي او درناوی يې کيږي.

نوموړې ډلې د شينجيانګ د ملي لږکيو له خلکو سره په خبرو کې په دې اړه په ژوره توګه احساس کړې چې دغه کسان د دندو د ضمانت په برخه کې حکومتي مرستې او همکارۍ ته اړتيا او تمه لري. په کاشغر او ختن کې د ملي لږکيو له ۲۰۰ بزګرانو څخه شوې پوښتنې د دې ښودنه کوي چې، زياتره ځايي بزګران هيله لري چې ځايي حکومتي ادارې د دندو د ترتيباتو په برخه کې بايد له خلکو سره مرستې وکړي.

هر کال د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارو د ځايي خلکو لپاره د دندو د مسلکي مهارتونو په روزنو کې زياته پانګونه کړې. د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په شينجيانګ کې ۶ مليونه ۹۵۷ زره تنو د مسلکي مهارتونو په روزنو کې ګډون کړی، ۳۷۹ زره او ۴ سوو تنو خپلې چارې جوړې کړې او ۸۲۷ زره او ۴ سوه تنه په دندو ګومارل شوي دي.

په نوموړي راپور کې ويل شوي چې د حکومت تر مرستو لاندې د ملي لږکيو زياتو خلکو د خپلې خوښې دندې تر لاسه کړې. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د دندو لپاره د شينجيانګ له کليو څخه نورو سيمو ته د تلونکو کسانو شمېر ۱۶ مليونه او ۵۷۰ زرو ته رسيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای